د (۱۸۵۰۰۰) زره افغانۍ په ارزښت د قرارداد لاسلیک د چارو ادارې محترم عمومي ریاست سره:

naweed_admin

د ۱۴۰۴ کال د قوس په میاشت کې، د معلوماتي ټکنالوجۍ د خدمتونو د وړاندې کولو د محترم ریاست د خدمتونو د عرضې او بازارموندنې آمریت، د هاستنګ د خدمتونو د پراختیا په موخه، د ویب ایمیل او هاستنګ د خدمتونو د وړاندې کولو قرارداد د چارو ادارې محترم عمومي ریاست، د ښاروالیو د چارو د انسجام محترم ریاست سره لاسلیک کړی دی.

د یاد قرارداد ارزښت د یو کال لپاره (۱۸۵۰۰۰) یو لک او پنځه اتهیا زره افغانۍ دی، چې پر بنسټ یې د یادې محترمې ادارې د تخنیکي او ارتباطي فعالیتونو د آسانتیا په موخه د ویب ایمیل او هاستنګ خدمتونه د افغانستان د ملي معلوماتي مرکز په چوکاټ کې کوربه‌توب کېږي.

دا اقدام د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هغو موخو د پلي کېدو په لور ترسره شوی، چې د هاستنګ په برخه کې د شته تخنیکي زیربناوو د اغېزمنې استفادې د زیاتوالي لپاره ټاکل شوې دي والسلام.

انجنیر شهزاده حسین عزیزی
د معلوماتي ټکنالوجۍ د زیربناوو د عمومي ریاست وارسي کوونکی

Latest announcements

Wed, Jun 30 2021 10:48 AM
Background image

Contract Award Notice

Procurement of Critical Upgrade of Afghanistan National Data Center (ANDC) - Non IT Equipment...

Tue, Jun 08 2021 9:27 AM
Background image

Contract Award Announcement of supply of three items

Announcement of the decision to award the contract for the supply of three items of lubricant necessity for the ...

Sun, Sep 06 2020 2:52 PM
Background image

Contract Award Notice

Contract Name: Procurement of Enhancement of National Internet Exchange of Afghanistan(NIXA)...

Back to announcements