د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د څلورم رتبه ګرافیک ډیزاینر یو بست اعلان ته وړاندې شوی دی

naweed_admin
Tue, Sep 23 2025 1:41 PM

Publish Date

Closing Date

Location

کابل

د کار د اهل کسانو ته د سپارلو او د اسلامي امارت د پالیسیو د پلي کېدو په موخه، دغه وزارت اراده لري چې د اطلاعاتو او عامه اړیکو محترم ریاست لپاره د څلورم رتبه ګرافیک ډیزاینر یو تش بست د آزاد رقابت له لارې اعلان ته وسپاري.

مینوال کولی شي له ۱/۷/۱۴۰۴ هـ ش څخه تر ۱۵/۷/۱۴۰۴ هـ ش پورې، په حضوري ډول فورمه د مخابراتو وزارت د پنځم منزل د استخدام آمریت څخه ترلاسه کړي او په یاد شوي بست کې کاندید شي.

 

همداراز، له محترمو اړونده ریاستونو غوښتنه کېږي چې د پورته یاد شویو بست اعلان دې خپلو ټولو کارکوونکو ته ورسوي، تر څو هغه علاقمندان چې د شارټ لېست معیارونه پوره کوي، وکولای شي په سیالۍ کې ګډون وکړي.

یادونه: که چېرې محترم کاندید د دولتي ادارې کارکوونکی وی، نو باید د خپل ادارې د تبدیلی موافقه کاپي له دې فورم سره ضمیمه کړيپه بله صورت کې، نوموړی به د بست لپاره واجد شرایط ونه ګڼل شي.

د نورو معلوماتو لپاره له دې شمېره سره اړیکه ونیسئ📞 ۰۲۰۲۱۰۳۹۹۷

د ګرافیک ډیزاینر د دندې لایحه لینک