زابل ولایت شملزو ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې د انټرنېټي خدمتونو ظرفیت لوړ شو

naweed_admin
Tue, Jun 17 2025 1:43 PM
زابل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس، د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او دافغان ټلیکام مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د یاد ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د سلام شبکې د یوه مخابراتي سایټ ظرفیت له ۲جي څخه ۳جي ته لوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د سلام مخابراتي شبکې د ۳جي انټرنېټي خدمتونو په فعالیدو سره به د یادی ولسوالۍ اوسیدونکي وکولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي او انټرنېټي ستونزې هوارې کړي.

د یادونې وړ ده چې د زابل ولایت شملزو ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو ستاینه وکړه او د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.