کابل ولایت سروبي ولسوالۍ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت یوه سایټ په فعالیت پیل وکړ

naweed_admin
Tue, Jun 03 2025 4:05 PM
والسوالی سروبی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په لارښوونه د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ د اوزبین درې، ګاز پایان کلي کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت یوه نوي سایټ په فعالیت پیل وکړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، د یاد مخابراتي سایټ په فعالېدو سره به د سروبي ولسوالۍ د اوزبین درې ګاز پایان کلي سربیره یو شمېر نورې سیمې هم له مخابراتي خدمتونو برخمنې شي او د اړونده منطقو اوسېدونکي به وکولای شي له انټرنیټي او مکالماتي چوپړ ګټه پورته کړي.

 د یادولو وړ ده د سروبي ولسوالي اوزبین درې اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه مننه وکړه چې د هېواد لرو پرتو سیمو ته یې ځانګړې پاملرنه کړې او هغه سیمې چې له ډېره وخته د مخابراتي خدمتونو څخه بې برخه وې اوس مهال ورته غوره مخابراتي چوپړ وړاندې کېږي.