زابل ولایت مرکز قلات کې د ATOMA مخابراتي شرکت نوي ۴جي سایټ په فعالیت پیل وکړ

naweed_admin
Sun, Apr 20 2025 2:55 PM
شرکت مخابراتی اتوما

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په لارښوونه د زابل ولایت مرکز قلات ښار د نمرو سیمه کې د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې ولایتي آمریت د ګډو هڅو په ترڅ کې د ATOMA مخابراتي شرکت نوي ۴جي سایټ په فعالیت پیل وکړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد سایټ په فعالېدو سره د نوموړې سیمې اوسېدونکو خوښي څرګنده کړه او د مخابراتي پوښښ په برخه کې یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅې وستایلې.