د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیر ولسوالیو کې د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ډرایو ټسټ تر سره شو

naweed_admin
Tue, Mar 11 2025 11:50 AM
ولایت پکتیکا

د مخابراتي او انترنټي خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې د ستونزو او نیمګړتیاوو د موندلو او د دغو خدمتونو د کیفیت د ښه والي په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت آترا ادارې تخنیکي ټیم له لوري د پکتیکا ولایت د مخابراتو ریاست او د اترا ادارې ولایتي استازي سره په همغږۍ د دغه ولایت  مرکز ښرنې، ارګون، یوسف خیلو او زرغون شهر ولسوالیو کې د ډرایو ټسټ دستګاه په ذریعه د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو د کیفیت د اندازه کولو عملیه ترسره کړه.

د دغه ډرایو ټیسټ په ترسره کولو، هغه سیمې چې مخابراتي او انټرنټي خدمتونه پکې ضعیف یا ستونزې لري پیژندل کیږي او د مخابراتي شرکتونو سره شریکې کیږي، مخابراتي شرکتونه مکلف دي چې د خپلو خدماتو کیفیت ښه کړي.