د پنجشیر ولایت عنابه ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې د پیرودونکو خدمتونو څانګه پرانیستل شوه

naweed_admin
Mon, Feb 10 2025 3:12 PM
ولایت پنجشیر

د سلام مخابراتي شبکې د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو او پیرودونکو ته د لازیاتو آسانتیاوو د برابرولو په موخه د پنجشیر ولایت په عنابې ولسوالۍ کې خپله د پیرودونکو مخدمتونو نوې څانګه د یولړ رسمي مراسمو په ترڅ کې پرانیسته .

د پنجشیر ولایت عنابې ولسوالۍ اوسیدونکي کولای شي د دې څانګې په پرانیستو سره سیمکارتونه او نور مخابراتي توکي ترلاسه او خپلې مخابراتي او انټرنیټي ستونزې په آسانۍ سره حل کړي.

دیادولو وړده چې د پنجشیر ولایت عنابې ولسوالۍ اوسېدونکو د دې څانګې په پرانستو سره د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له هڅو څخه خوښي څرګنده کړه.