د وزارت د رهبرۍ ناسته او د پرمختیايي بودیجې پر رڼه او اغېزناکه لګونه ټينګار

naweed_admin
Sun, Jul 05 2020 4:32 PM
د وزارت د رهبرۍ ناسته

 د مالوماتي ټکنالوژۍ، مخابراتو او ساینس وزارت د رهبرۍ پلاوي نن ( یکشنبه د چونګاښ میاشتې پر پنځلسمه نېټه) د سپرست وزیر محمد فهیم هاشمي په مشرۍ غونډه وکړه چې پر مهال یې د بودیجې پر سمه لګونه ټینګار وشو. په دې غونډه کې د پرمختتیايي بودیجې د رڼې لګونې د تطبیقي پلان تر څنګ د عوایدو راټولېدو پر څرنګوالي هم هر اړخیز بحث او ارزونه وشوه. ښاغلي هاشمي د بودیجې د ارزښت تر څنګ پر دې هم ټینګار وکړ چې د یادې بودېجې لپاره ډیزاین شوې پروژې باید کاري اسانتیاوې او اقتصادي خوځښت رامنځته کړي. هغه تر خپل لاس لاندې کسانو ته سپارښتنه وکړه چې د دغو پروژو پر وړاندې پراته خنډونه لومړی په نښه او بیا یې دې د له منځه وړلو لپاره عملي پلاونه جوړ کړي.

  • د‌مخابراتو وزارت رهبري
  • پرمختیايي بودیجه
  • اقتصادي خوځښت