خدمات آی سي ټي ویرا نوآوران شرکت ته د کویکا افغانستان شرکت د انټرنټي خدمتونو وړاندې کولو (ISP) ملي جواز د واګذارۍ (انتقال)

naweed_admin

د درناوي وړ لیکنې په اړه:

څرنګه چې د خدمات آی سي ټي ویرا نوآوران شرکت ته د کویکا افغانستان شرکت د انټرنټي خدمتونو وړندې کولو (ISP) ملي جواز د واگذارۍ (انتقال) پروسه په دې اړه کې جریان لري او د جوازونو، جوازلیکونو او اسهامو د انتقال (واګذاری) طرزالعمل اوولسمې مادې دوهم پاراګراف په لاندې ړول صراحت لري:

(اترا اداره دې د انتقال له اړخونو سره خپل حسابونه تصفیه او د حکومت نورو اداراتو ته له انتقالیدونکي شرکت سره د حسابونو د تصفیې په موخه رسماً خبر ورکړي تر څو یاد ادارات د یوې میاشتې په موده کې له انتقالیدونکی شرکت سره خپل حسابونه تصفیه کړي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او د اترا ادارې د وېب سایټونو له لارې او هم د متقاضي لخوا د خپلو معاملاتو د تصفیې په موخه د معتبرې رسنۍ له لارې موضوع نشر شي.)

بناً هیله کیږي چې موضوع د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ محترم وزارت او د اترا ادارې د ویب سایټونو له لارې له اړونده اشخاصو او مراجعو سره د تصفیې په موخه په لاندې متن سره نشر شي. د اعلان متن په لاندې ډول دی:

خدمات آی سي ټي ویرا نوآوران شرکت ته د کویکا افغانستان شرکت د انټرنټي خدمتونو وړاندې کولو (ISP) ملي جواز د واګذارۍ (انتقال) په اړه

(څرنګه چې د خدمات آی سي ټي ویرا نوآوران شرکت ته د کویکا افغانستان شرکت د انټرنټي خدمتونو وړندې کولو (ISP) ملي جواز د واگذارۍ (انتقال) پروسه د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم په اداره (اترا) کې جریان لري، بناءً ټولو اړونده مراجعو او اشخاصو ته چې د دې موضوع د معاملاتو تصفیې په موخه خبر ورکړل شو. د یادونې وړ ده چې د نوي سهمدار لخوا ادارې ته لیکلی تعهد وړاندې شوی دی چې د انتقالیدونکي جواز/جوازلیک اسهامو اړوند د انتقالوونکي په ذمه د ټولو پاتې مکلفیتونو په ځانګړې توګه د ټولو دیونو او تادیاتي مکلفیتونو د تادیې مسوولیت به پرغاړه لري).

والسلام

الحاج مولوي سید برات شاه آغا ندیم

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) رئیس

Latest announcements

Wed, Jun 30 2021 10:48 AM
Background image

Contract Award Notice

Procurement of Critical Upgrade of Afghanistan National Data Center (ANDC) - Non IT Equipment...

Tue, Jun 08 2021 9:27 AM
Background image

Contract Award Announcement of supply of three items

Announcement of the decision to award the contract for the supply of three items of lubricant necessity for the ...

Sun, Sep 06 2020 2:52 PM
Background image

Contract Award Notice

Contract Name: Procurement of Enhancement of National Internet Exchange of Afghanistan(NIXA)...

Back to announcements