د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ کې یو مخابراتي سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ لرو پرتو او محرومو سیمو کې د انټرنټي او مکالماتي خدمتونو د آسانتیاو د برابرولو په موخه، رباط سیمه کې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د سلام شبکې یو سایټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې د ټي ډي اف لسمې پروژه کې پلان شوی و، جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد مخابراتي سایټ چې د ۳جی پر عصري ټکنالوجۍ سمبال دی د سروبي ولسوالۍ رباط سیمې اوسېدونکو لپاره به غوره مکالماتي او انټرنټي چوپړ وړاندې کوي.