ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت نوي ۴جي سایټ په فعالیت پیل وکړ

naweed_admin
Tue, Apr 29 2025 3:36 PM
ولایت ننگرهار

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په لارښوونه د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ دولت آباد فاملیو سیمه کې د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې ولایتي آمریت د ګډو هڅو په ترڅ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت نوي ۴جي سایټ په فعالیت پیل وکړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد سایټ په فعالېدو سره د نوموړې سیمې اوسېدونکو خوښي څرګنده کړه او د مخابراتي پوښښ په برخه کې یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅې وستایلې.