د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر هېواد کې د مخابراتي شبکو له مسئولینو سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني افغانستان کې د مخابراتي شرکتونو له مسئولینو سره، د غیر قانوني تجهیزاتو، سیمکارټونو، لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي چوپړ د رسولو او په ګډه هېواد کې د مخابراتي سکټور د رشد او پرمختګ په تړاو خبرې وکړې.
ښاغلي وزیر صاحب افغانستان کې د مخابراتي چوپړتیا او په دې برخه کې ژمنتیا مهم اصل یاد کړ چې مخابراتي شبکې یې په پلي کولو مکلفې یادې کړې او همدا راز د هېواد او د مخابراتي سکټور اړوند قوانینو رعایت کول یې د ټولو مخابراتي شبکو اصلي دنده یاده کړه چې د سکټور په ټولو برخو کې باید تطبیق شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د مخابراتي شبکو استازو ته وویل، چې د سکټور او مخابراتي شبکو تر منځ ځینې مشترکات موجود دي چې هغه ولس ته خدمت کول دي او په دې برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په ټولو مخابراتي شبکو د قانون تطبیقولو صلاحیت لري چې له مخې یې مخابراتي شبکې چوپړ وړاندې کوي او هېوادوالو ته یې په اساس خدمت سر ته رسوي.
د ښاغلي وزیر صاحب په وینا مونږ هېواد کې د مخابراتي سکټور په قانوني بڼه مخې ته د بیولو لپاره هڅه کړې او له سیمکارټونو نیولې بیا تر نورو برخو، هاند مو دا و چې دغې سکټور کې ټولې چارې خپلې قانوني بڼې ته راشي او هغه غیر مجوز تجهیزات چې له فتحې مخکې په هېواد کې په غیرقانوني ډول نصب شوي وو ټول شناسايي شوي او مخابراتي شبکې یې په جواز اخیستلو مکلفې شوي دي او هېره دې نه وي، ښاغلي وزیر صاحب ټینګار وکړ چې د غیر مجاز تجهیزاتو له بررسۍ وروسته چې ترسره شوې، که د هر مخابراتي شرکت غیر قانوني تجهیزات کشف شول، له قانوني برخورد سره به مخ شي .
ورته مهال ښاغلي وزیر صاحب د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې ته په اشارې وویل، یاده اداره هېواد کې د ټولو مخابراتي شبکو د تنظیم دنده پر غاړه لري او له فتحې وروسته هڅه شوې د دغې ادارې قوانین په صحیح مانا پلي او له همدې آدرسه د مخابراتي سکټور د ودې او پرمختګ لپاره بېلابېلې لارې چارې ولټول شي او تل هڅه شوې چې افغانستان کې د مخابراتي سکټور پر وړاندې موجودې ستونزې حل او خنډونه له مخې لرې شي.
د یادونې وړ ده ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني مخابراتي شبکو ته په خطاب کې، په زغرده وویل چې د وزارت د اټرا ادارې د بورډ د فیصلې څخه پرته د سیمکارټونو د بندولو حق او صلاحیت چا ته نه دی ورکړل شوی او په دې برخه کې مخابراتي شبکې باید پوره متوجه اوسي د ستونزې په صورت کې کولای شي د وزارت محترم مقام ته مراجعه وکړي او هغه سیمکارټونه چې مخابراتي شبکو ته ورکول کېږي د ورکړل شویو ټولو سیمکارټونو د ثبت او راجسټر د پروسې معلومات باید پر وخت د وزارت له محترم مقام سره شریک او د نویو سیمکارټونو لپاره غوښتنه وکړي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي شبکو اړتیا او د نیازمندۍ په اساس نوي سیمکارټونه ورکوي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په ټینګار سره مخابراتي شبکو ته هدایت وکړ چې خپل پرمختګ باید د یوه متوازن انکشاف په اساس وکړي او د هېواد لرو پرتو سیمو ته مخابراتي چوپړ ورسوي.
مخابراتي شبکو سره د لیدنې پر مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني ټولو مخابراتي شبکو ته هدایت وکړ چې د بدخشان ولایت واخان سیمه کې د اقلیمي شرایطو له برابرېدو وروسته باید هره شبکه ۲ مخابراتي سایټونه یادې سیمه کې نصب او د خدمت په موخه یې فعالې کړي .
د غونډې په پای کې ټولو مخابراتي شبکو ژمنه څرګنده وکړه چې د هېواد او مخابراتي سکټور ټولو قوانینو ته ژمن دي او له فتحې وروسته مخابراتي شبکو د کارونو او پرمختګونو په برخه کې لازمې آسانتیاوې او مهم تغیرات راغلي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په مرسته ډېری مشکلات حل شوي دي د دوی په وینا د نورو برخو تر څنګ سیمکارټ چې هېواد کې یوه ملي پروسه وه له فتحې وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په مرسته او همکارۍ پلي شوې چې د هېوادوالو له تاوده هرکلي سره مخ شوې .
دغې لیدنه کې د ام ټي ان مخابراتي شرکت مسؤل ښاغلي هشام رمضان، د روشن مخابراتي شرکت استازي عزت الله هاشمي، د افغان بیسیم مخابراتي شرکت ریس ښاغلي علي الله سروري، د افغان ټلیکام د سلام مخابراتي شرکت استازي ښاغلي انجنیر هارون او د اتصالات مخابراتي شرکت مسؤل ښاغلي سید خالد عزیز ګډون درلود.