پروان ولایت جنوبی سالنګ کې د نوري فایبر د نښلولو د کار له جریان څخه څارنه وشوه

naweed_admin
Mon, Dec 02 2024 1:10 PM
مخابرات پروان

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت د نوري فایبر شبکې د پراختیا عمومي ریاست په هدایت، د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې او افغان ټلیکام ګډ مسلکي ټیم لخوا په جنوبي سالنګ کې د ۱۳۴ مترو په اوږدوالي د نوري فایبر د نښلولو د کار له جریان څخه څارنه تر سره شوه. 

د دې څارنې په ترڅ کې د مسؤلینو لخوا د چارو د سم مدیریت په موخه لازمې لارښوونې  وشوې، ترڅو چارې د قانون او کړنلارې سره سم ترسره شي.