د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د یوه نوي مخابراتي سایټ له جوړیدو څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
Sun, Dec 01 2024 1:33 PM
ولایت زابل

د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د یوه نوي مخابراتي سایټ څخه چې د ټي ډي اف لسمې پروژې په مرسته جوړیږي د زابل ولایت شملزو ولسوالۍ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې جوړیږي له ودانیزو چارو څخه یې څارنه ترسره شوه.

د څارنې په ترڅ کې قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې د قرارداد مطابق چارې ترسره کړي.

دیادولو وړده چې نوموړي مخابراتی سایټ به ډير ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او د زابل ولایت د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو مخابراتي ستونزې به ورسره حل شي.