د فراه ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې د یوه نوي مخابراتي سایټ له جوړیدو څخه څارنه ترسره شوه
د فراه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري له یوه نوي مخابراتي سایټ څخه چې د ټي ډي اف لسمې پروژې په مرسته د زابل ولایت خاک سفید ولسوالۍ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې جوړیږي له ودانیزو چارو څخه یې څارنه ترسره شوه.
د څارنې په ترڅ کې قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې د قرارداد مطابق چارې ترسره کړي.
دیادولو وړده چې نوموړي مخابراتی سایټ به ډير ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او د فراه ولایت د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو مخابراتي ستونزې به ورسره حل شي.