د زابل ولایت په دایچوپان ولسوالۍ کې د یوه نوي مخابراتي سایټ جوړولو د سروې چارې تر سره شوې

naweed_admin
Wed, Nov 27 2024 10:32 AM
ولایت زابل

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاوو برابرولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پریکړې له مخې د زابل ولایت د مخابراتو ریاست، د ګډ مسلکي ټیم له لوري دایچوپان ولسوالۍ په هزاربوز سیمه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د واحدې منبع له لارې د یوه نوي مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې تر سره شوه.

د یاد مخابراتي سایټ د جوړولو عملي چارې به ډیر ژر پیل شي چې په جوړیدو سره به یې د یادې ولسوالۍ د اوسیدونکو مخابراتي او انټرنیټي ستونزې هوارې شي.