د پکتیا ولایت جاني خېلو ولسوالۍ کې د یوه نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې وشوه

naweed_admin
Mon, Nov 11 2024 3:28 PM
ولایت پکتیا

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاوو برابرولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پریکړې له مخې د پکتیا ولایت د مخابراتو ریاست، د ګډ مسلکي ټیم له لوري جاني خیلو ولسوالۍ په ارګوړ ستر کلي کې د ټي ډي اف لسمې پروژې له لارې د مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې تر سره شوه

د یاد مخابراتي سایټ د جوړولو عملي چارې به ډیر ژر پیل شي چې د جوړیدو سره به یې د یاې سیمې د اوسیدونکو مخابراتي او انټرنټي ستونزې هوارې شي.