کندز ولایت علي آباد ولسوالۍ کې د سټلایټ د یوې غیرقانوني دستګاه فعالیت ودرول شو

naweed_admin
Tue, Sep 24 2024 4:23 PM
starlink

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې، په مخابراتي او انټرنټي چاپریال کې د غیرقانوني کړنو یعنې له جواز پرته د مخنیوي په موخه د کندز ولایت په علي آباد ولسوالۍ کې د سټلایټ د سټارلنک په نوم یوه دستګاه چې په غیرقانوني ډول یې فعالیت ترسرکاوه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د آترا ادارې اوامنیتي ارګانونو سره په همغږۍ کشف او فعالیت یې ودرول شو.

starlink

د يادونې وړ ده، چې د کندز ولایت علي آباد ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او امنیتي ارګانونود دغه کړنې ستاينه وکړه او د یاد ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له هڅو يې خوښي څرګنده کړه.