نورستان ولایت وانټ وایګل ولسوالۍ کې د سلام شبکې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو چارې پیل شوې
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په لارښوونه نورستان ولایت د وانټ وایګل ولسوالۍ اړوند نشیګرام سیمه کې د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست، اترا ادارې آمریت او د افغان ټیلی کام مخابراتي شرکت مسؤلینو د ګډو هڅو په ترڅ کې د ټي ډي اف لسمې پروژې په مرسته د سلام شبکې د یوه نوي سایټ چې په 3G وسایلو به سمبال وې، دجوړولو چارې پیل شوې.
د دغه سایټ په فعالیدو سره به د نوموړې ولسوالۍ اړوند نشیګرام او مندیش سیمې تر مخابراتي او انټرنټي پوښښ لاندې راوستل شي او د دغو سیمو مخابراتي ستونزې به ورباندې حل شي.
دیادونې وړده چې د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت یاده کړنه وستایله او خوښي یې څرګنده کړله.