د نورستان ولایت منډول ولسوالۍ کې دافغان بیسیم مخابراتي شرکت نوی سایټ په فعالیت پیل وکړ

naweed_admin
Thu, Jul 18 2024 1:00 PM
ولایت نورستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په لارښوونه د نورستان ولایت منډول ولسوالۍ کې د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست، اترا ادارې آمریت د ګډو هڅو په ترڅ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت یو نوی سایټ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې د ټي ډي اف لسمې پروژې په مرسته چې د سرورې چارې یي پخوا بشپړې شوې وې او په ۳ جي وسایلو سمبال دی، په فعالیت پیل وکړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دیادونې وړده چې د یادې ولسوالۍ اوسیدونکي تر دې دمه له هیڅ مخابراتي خدمتونو څخه برخمن نه وو او د دغه سایټ د جوړیدو له کبله یې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت یاده کړنه وستایله او خوښي یې څرګنده کړله.