د پکتيکا ولايت یو شمیر ولسواليو کې د سلام مخابراتي شرکت له سايټونو څخه بررسي ترسره شوه

naweed_admin
Wed, Mar 20 2024 10:31 AM
ولایت پکتیکا

د پکتيکا ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د یاد ولایت ډيلي، اومنې، اُرګون او ګيان ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شرکت  له سايټونو څخه بررسي ترسره شوه.

دا بررسي د یادو سیمو اوسیدونکو ته د ښه کیفیت مخابراتي خدمتونو وړاندې کولو او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (آترا) د کړنلارې پلي کولو په هدف ترسره شوې، چې په پايله کې به د ياد شرکت د خدمتونو کیفیت لوړ شي.

د یادولو وړ ده چې د یاد مخابراتي شرکت مسوولینو د آترا ادارې د کړنلارې د پوره تطبیق په اړه ډاډ ورکړ.