د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ په زرغون شهر سیمه کې د 3G مخابراتي خدمتونه فعال شول

naweed_admin
Mon, Mar 18 2024 1:17 PM
محمد آغه ولایت لوگر

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس او د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په هڅو د لوګر ولایت محمد آغې ولسوالۍ په زرغون شهر سیمه کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د مخابراتي سایټ خدمتونه له 2G  څخه 3G  ته لوړ شول.

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د دې سایټ په فعالیدو سره اوس د زرغون شهر سیمې اوسیدونکي کولای شي چې چټکو مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو څخه ګټه واخلي او په دې برخه کې خپلې ستونزې هوارې کړي.

د يادونې وړ ده، چې د يادې سيمې اوسېدونکي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو ستاينه کوي او د لوګر ولايت د مخابراتو رياست له هڅو څخه خوښي څرګندوي.