د مخابراتو وزارت د پراختیایي برخې (NTA) د قراردادي کارمندانو کړنې وستایل شوې

naweed_admin
Thu, Aug 05 2021 3:38 PM
NTA

نن پنجشنبه د زمري ۱۴مه، له غرمې مخکې په هغو مراسمو کې چې په دې اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې، یو شمیر رئیسانو او قراردادي کارمندانو په ګډون جوړ شوي وو د ۳۷ تنو قراردادي کارمندانو د کړنو او فعالیتونو څخه د ستاینلیکونو په ورکولو سره قدرداني وشوه.

معصومه خاوري په خپلو خبرو کې په تخنیکي برخو او د پراختیایي پروژو په پلي کولو کې د دوی د هڅو ستاینه وکړه او دوی ته یې د بریالیتوب هیله وکړه.

معصومه خاوری

 

انځورونه البوم دلته کلـــیک وکړئ