جلال آباد ښار کې لسګونه غیر مجاز سیم کارتونه راټول شول

د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د ګډ کمیسیون په ګډون د غیر مجاز سیم کارتونو د کارولو د مخنیوي لپاره سراسري کمپاین تر سره کړ چې په پایله کې يې لسګونه غیرمجاز سیم کارتونه په دې ولایت کې راټول شول.
دا کمیسیون د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجې ریاست، آترا، د ولایت مقام، څارنوالۍ، ملي امنیت او جنایي ادارو څخه جوړ شوی دی.
راټول شوي سیمکارتونه د ګمارل شوي کمیسیون لخوا ضبط او د شبکو سریال نمبرونه په جلا جلا توګه فهرست او د وروستیو اجرااتو لپاره اړونده مرجع ته ولیږل شول.