د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، اترا ادارې او د ترانسپورت ریاست ترمینځ د ډیجیتلي همغږۍ ناسته وشوه

naweed_admin
Wed, May 26 2021 4:23 PM
ریاست مخابرات ننگرهار

دا ناسته د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس شفیق الله مشفق سالارزی، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې مسوول او د ترانسپورټ رئیس په ګدون د دغه ولایت د غونډو په تالار کې د ننګرهار ولایت د ترانسپورټ ریاست د ډیجیټلي کولو په موخه جوړه شوې وه.

په غونډه کې د نورو سکالوګانو سربیره د دغې ادارې د ډجیټل کولو لپاره د اړینو وسایلو او توکو په اړه خبرې اترې وشوې.

د یادولو وړ ده چې د ادارو دیجیټلي کول به د خدمتونو کیفیت ښه والي، عملیاتي وړتیا لوړ ولو، د پلټنې پروسې معیاری کولو، غوره معلوماتو ته لاسرسی، ښه همکاري، ټیټ لګښتونو، د معلوماتو امنیت ښه کیدلو،غوره څیړنه او حساب ورکولو، مراجعینو او مشتریانو ته دقیق معلومات ورکولو، معلوماتو ته د اړوندو اشخاصو لاسرسی او داسی نورو خدمتونو لپاره لاره هواره کړي.