د ۱۳۹۹ مالي کال کې د بدخشان مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست مهمې کړنې او لاسته راوړنې

۱- په درایم، جرم، شهر بزرګ او شغنان ولسوالیو کې له روشن او سلام مخابراتي شبکو او مخابراتي خدمتونو ته د لاسرسي پروژو د نهم پړاو څخه د څلورو نويو انتنونو نصب کول.
۲- د نسی، مایمی، کران، منجان او بهارک په ولسوالیو کې د TDF او مخابراتي خدمتونو ته لاسرسي پروژې د نهم پړاو د څلورو سایټونو سروې.
۳- د CASA 2000 پروژې اړوند نوري فایبر شبکې سره د ولایت په مرکز کې د ټولو دولتي ادارو، ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو د نښلولو په موخه سروې د تخنیکي ټیم لخوا بشپړه شوې ده
۴- د ولایت په مرکز، کشم او یفتل ولسوالیو کې د پاینټ تو پاینت له لارې د نوري فایبر شبکې سره د ۱۵ ښوونځیو نښلولو په موخه تخنیکي سروې بشپړه شوې ده، او همدارنګه د عامې روغتیا او ولایتي روغتون ریاست، د شهید سایف لیسې او دارالمعلمین د وصلولوکار د بشپړیدو په حال کې دی.
۵- د معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د روزنیز مرکز بیا فعالول او د کمپیوتري پروګرامونو د زده کړې لپآره ۲۰ تنو نارینه او ښخینه زده کوونکو جذبول.
۶- د ولایت مستوفیت په همکارۍ د تیرو کلونو د مخابراتي خدمتونو له درکه ۱۶۰۰۰۰۰ افغانۍ عواید راټولول.
۷- د ولایت په کچه د مخابراتي خدمتونو دوامداره څارنه
ملت ته د حکومت د حساب ورکولو د برنامې له مخې د بدخشان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د سیمه ییزو ارګانونو ادارې او واحدونو د خپلو کړنو او دندو په اړه خلکو ته راپور ورکړ.
د بدخشان ولایت د نظارت او ارزونې کارپوه ښاغلي ضمیر خان عزیزي د ټولو سکتورونو په استازیتوب ، د دې ولایت ډیجیټل همغږی کونکي ادارې په شمول د دې سکتور لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.