د پکتيکا ولايت پۀ برمل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شرکت سايټ په فعالیت پیل وکړ

naweed_admin
Wed, Dec 30 2020 1:05 PM
ولسوالی برمل ولایت پکتیکا

نوموړی سايټ د پکتيکا والي ښاغلي ډاکټر مجيب الرحمن څمکني، په ولسي جرګه کې د خلکو استازي ښاغلي خالد اسد او ‏مخابراتو رئیس لخوا څه موده وړاندې ګټې اخيستنې ته وړاندې شوی و چې له تخنيکي چارو وروسته نن ورځ عملاً خپل فعاليت ‏پيل کړ‎.‎

دا په داسې حال کې ده چې پۀ ياده سرحدي ولسوالۍ کې ولس لۀ مخابراتي ستونزو سره مخ وو، چې د همدې سايټ د فعالېدو سره ‏سم به يې ستونزې راکمې شي‎.