د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر د دولتي ویاندویانو سره وکتل

Author image
Alireza Khaliqyar
Tue, May 28 2019 5:58 PM
سخنگویان نهاد های دولتی به تبریکی سرپرست جدید وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی تشریف آوردند.

نن ورځ یو شمیر د دولتي بنسټونو ویاندویان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر ښاغلي محمد فهیم هاشمي ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ غوښتنه وکړه چې خلکو ته د رسنيو له لارې د عامه معلوماتو د رسولو په برخه کې همکاري او ځانګړي پاملرنه وکړي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر ښاغلي محمد فهیم هاشمی دوی ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل چې معلوماتو ته لاس رسی د هېوادوالو قانوني حق دی. نوموړي ژمنه وکړه چې د مخابراتي خدمتونو د کیفیت د ښه والي، شفافیت د سایبری امنیت رامنځته کولو، انټرنیت د بیو د ټيټوالي او د الکترونيکي حکومتوالی د ترویج له پاره به لازمه تواجه کوي.