په افغانستان کې د نړېوال بانک استازي سره لیدنه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد اريوبي نن د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د نړېوال بانک د مخابراتي مقرراتو ارشد کارپوه محترم Rajendra Singh سره د لیدنې تر څنګ د ډيجيټل کاسا Digital CASA پروژې د اوسني وضعيت او د پلې کولو په اړه خبرې اترې وکړې.
ديجيټل کاسا پروژه د نړېوال بانک په مالي مرسته عملي کېږي چې د سيمه ييز اتصال او د نوري فایبر سره د پاتې نهه ولايتونو د نښلولو تر څنګ په افغانستان کې پوهنتونونه، دولتي ادارې او ۱۵۱ ولسوالۍ د نوري فايبر له لارې وصلوي او تر څنګ به يې يو شمېر دولتي ادارو ته په وړيا توګه انټرنټ هم ورکوي.