د افغانستان د مخابراتو سکټور ته د مخابراتو د نړيوالې اتحاديې پاملرنه

Author image
Alireza Khaliqyar
Tue, Oct 30 2018 4:02 PM
45039271_1971948776435673_2838209621506654208_n

د مخابراتو د نړیوالې اتحاديې ITU سرمنشي محترم هولين ژاو په دوبۍ کې د مخابراتو د نړيوالې اتحاديې د کنفرانس په پرانېسته کې په خپلو خبرو کې د دغه اتحاديې د راتلونکي په اړه د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د خبرو تر څنګ په ځانګړې توګه د افغانستان د مخابراتو سکټور په اړه خبرې وکړې.

نوموړي وویل ډاډه دی چې ICT په افغانستان کې د پرمختګ، پراختيا او سولي د ټېنګښت یو مهمه وسيله ده او دوی زموږ همکارۍ ته ضرورت لري.

نوموړي په خپلو خبرو کې د مخابراتو نړيوالې اتحاديې پر غړو او د ICT صعنتي شرکتونو باندې غږ وکړ چې د افغانستان سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي او په دغه هېواد کې د مخابراتو سکټور د پراختيا په موخه پانګونې وکړي.