د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

mcitadmin
Sat, Feb 24 2018 5:03 AM
fbxcv

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آریوبي د 1396 کال د کب د میاشتې په 5 مه نیټه د پکتیا والي ښاغلي شمیم خان کټوازي سره لیدنه وکړه.

په دغه ليدنه کې په پکتیا ولایت کې د مخابراتو او انټرنیټ خدمتونو په برخه کې پر لاسته راوړنو او ستونزو خبرې وکړې.

همداراز د مخابراتو وزیر ښاغلي آریوبي د پکتيا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریيس ته دنده وسپارله چې پدغه ولایت کې د مخابراتو او انټرنیټ په برخه کې ټولې شته ستونزې په ګوته او د حل په موخه یې وزارت مقام ته راولیږي؛ تر څو په دې اړه لازم اقدامات تر سره شي