د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ټکنالوجۍ په برخه کې نوښتګرو ځوانانو ته جایزې او ستاینلیکونه ورکړل

mcitadmin
Thu, Jan 01 1970 5:03 AM

نن ورځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبري هیئت په یوه خبري ناسته کې چې د چې د چارو ادارې رییس ښاغلي محمد داود نورزي، د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي لعل الدین آریوبي هم ګډون درلود د نړیوال بانک په مالي مرسته د ډېوې پروګرام له لارې د روباټ جوړونکو نجونو په ګډون ۳۳ ګټونکو نوښتګرو ځوانانو ته جایزې او ستاینلیکونه ورکړل. 


د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست په یاده ناسته کې له نوښتګرو ځوانانو څخه د زیاتې خوښۍ او مننې ترڅنګ دوی ته ډاډ ورکړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت به د ټکنا لوجۍ په برخه کې دې ته ورته نور ګټور پروګرامونه ځوانانو ته برابر کړي. نوموړي زیاته کړه چې له دې پروګرام څخه موخه دا ده چې ځوانان او په ځانګړې توګه زده کړیالان د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې ابتکاراتو ته وهڅوي او ملاتړ یې وکړي؛ ترڅو د تعلیمي، روغیتایي او نورو سکټورونو په برېښنایي کولو کې رغنده طرحې جوړې کړي. 
د ډېوې پروګرام د مخابراتو وزارت په چوکاټ کې د نړیوال بانک په مالي مرسته د ټکنالوجۍ له لارې د نوښتونو فرهنګ دودولو په موخه په لاره اچول شوی دی، او هغه ځوانان چې د ټکنالو جۍ په برخه کې نوښت او لاس ته راوړنې ولري تقدیر او تشویق کېږي.