د مخابراتو خدماتي محصول د راټولولو بهیر روڼ او ډاډمن دی

mcitadmin
Thu, Jan 01 1970 5:03 AM

 

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي عبدالرزاق وحیدي په هغه مطبوعاتي کنفرانس کې چې د روان ۱۳۹۴ کال د تلې میاشتې په ۱۱ مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شوی و ګډون وکړ او د 10 سلنه مخابراتي خدمتونو د محصول په اړوند چې د حکومت لخوا پر مخابراتي ګډونوالو باندې وضع شویده د خلکو اندیښنو او پوښتنو ته ځواب ورکړل.

لومړی د مخابراتو او معلوتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي عبدالرزاق وحیدي په خبري ناسته کې د خبرنګارانو د پراخ ګډون څخه مننه وکړه او د ښه او شفافه حکومتولۍ په رامنځته کولو کې د هغوی پر مهم رول ټینګار وکړ.

وروسته، هغه د خدماتي محصول د راټولولو په بهیر کې د مخابراتي شرکتونو په مرسته د لازم شفافیت د تامینولو په موخه روښانه کړه: د افغانستان جمهور رئیس د تقنیني فرمان پر بنسټ په دغه پروسه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رول د یو تخنیکي څارونکي او آسانتیا رامنځته کوونکي په توګه تعریف شوی دی ترڅو لازم شفافیت رامنځته شي. مونږ د خپلو خلکو پوښتنو او اندیښنو ته ارزښت ورکوو، نن ستاسو په چوپړ کې قرار لرو ترڅو ستاسو په ذریعه د افغانستان وګړو ته ډاډ ورکوو چې د مخابراتي خدمتونو د محصول په بڼه د هغوی ورکړل شوی هر پول به په رښتیني توګه حساب او د دولت خزانې ته ولیږدول شي.

ښاغلي وحیدي د یو نوي څارونکي سیستم چې د مخابراتو وزارت د تخنیکي ټیم لخوا جوړ شویدی د فعالولو خبر ورکړ. له نیکه مرغه اوسمهال مونږ د خپلو ملګرو د زیار په پایله کې د وخت پیژندنې واقعي مدیریت د یو بشپړ سیستم په بڼه چې کولای شي د مخابراتي خدمتونو د ګډون کوونکو د شمیر او د مارکیټ د فعالیتونو په اړوند مفصل معلومات په لاس راکوي، په اختیار کې لرو؛ د بیلګي په توګه: په وروستیو ورځو کې، د ام ټی ان، افغان بیسیم او سلام شرکتونو د ازمایښت او څیړنې په پایله و پوهیدو چې ۷۶ سلنه مخابراتي ګډونوال هغه کسان دي چې د 50 افغانیو کارتونه خپلو ګرځنده تلیفونوکې ډیر کړي دي، او هغه مالیه چې د دغه کټګوری ګډونوالو څخه لاسته راځي د ټول مخابراتي ګډونوالو 62٪ برخه جوړوي.

ښاغلي وحیدي د اونۍ په اوږدو کې د مخابراتي شرکتونو لخوا د راټولو شویو افغانیو د مجموعي مقدار په هکله معلومات ورکړل او پر دغه بهیر د ژورې څارنې په موخه د تدبیرونو په اړه چې د مخابراتو وزارت لخوا نیول شوي خبرې وکړې هغه وویل: اوسمهال، مونږ شته سیستم د شرکتونو د سیستم سره نښلوو. له همدغې لارې د ګډونوالو د اړیکو د شمیرې او د خدماتي محصول په توګه د ورکړل شویو افغانیو د مقدار په اړه مستقیم معلوماتو ته لاسرسی مومو. او باید وویل شي چې دا راز معلومات د مخابراتي شرکتونو لخوا په ورځ کې درې ځلي سیستم ته اچول کیږي. او د عام نظارت لپاره به په دغه سیستم کې د څارنې یو موډل جوړ شي.

د مخابراتو وزیر ډاډ ورکړ چې د نوي سیستم تر فعالیدو پورې به د شفافیت د تامینولو په موخه د مخابراتو وزارت موجوده سیستم به په یو متحرک وبسایټ کې ونښلوي او د وزارت تخنیکي ټیم به د ګډونوالو په اړوند او په زماني انټروال کې د مخابراتي شرکتونو څخه منظم ورځني معلومات تر لاسه کوي.

همداراز ښاغلي وحیدي د خلکو څخه غوښتنه وکړه چې د یو تخنیکي سیستم له لارې په مخابراتي شرکتونو کې  د کریډیت او محصول ډیرولو کې  په فعاله توګه د مخابراتو وزارت سره مرسته وکړي. سیستم داسې دی چې ګډونوال کولای شي چې د کریډت کارت شمیره* د کارت سریال نمبر* او د ډیرو شویو افغانیو د 997 شمیري له لارې سیستم ته ولیږدوي. سیستم په اتوماتیک ډول ترلاسه شوي معلومات د شرکتونو شته معلوماتو سره پرتله کوي. که مطابقت تر لاسه شو، سیستم ګډونوال ته د یو پیغام په لیږلو سره ډاډ ورکوي. مننه، ستاسو خدماتي محصول د حکومت خزاني ته ولیږدول شو.

د ښاغلي وحیدي د تخنیکي توضیحاتو په اوږدو کې د رسنیو استازو د بیلا بیلو موضوع ګانو او مسایلو لکه د وزارت اجرأت، د خدمتونو کیفیت او د وزارت او اترا ادارې د نویو نوښتونو او پلانونو په اړه پوښتنې مطرح کړلې. او مخابراتو وزارت د وزیر او د هغه مرستندوی ټیم لخوا ځوابونه ورکړل شول. ښاغلي وزیر یو ځل بیا د رسنیو له استازو څخه د مننې په څرګندولو سره غوښتنه وکړه چې د مطبوعاتو او ویاند له دفتر سره دوامداره اړیکې وساتي او د اړتیا په صورت کې لازم معلومات تر لاسه کړي. همداراز د وزارت ویاند ته دنده وسپارل شوه چې د رسنیو سره رغنده اړیکې ټینګې کړي او د هغوی پوښتنو ته په وخت او زمان ځواب ووايي.