پکتیا ولایت کې د یوشمیرمخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

naweed_admin
Mon, Aug 24 2026 10:54 AM
ریاست مخابرات پکتیا

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ ریاست او اترا ادارې له لوري د یاد ولایت مرکز ګردیز ښار کې د یو شمېر مخابراتي شرکتونو دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیمکارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته دلازمو اسانتیاو برابرولو په موخه څارنه ترسره شوه.

د څارنې په ترڅ کې مخابراتي شرکتونو مسوولینو ته لارښوونه وشوه چې د سیمکارتونو د ویش، ثبت او راجسټریشن په برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اترا ادارې کړنلاره په بشپړه توګه پلې او له مخې یې خپلې چارې سرته ورسوي، او اوسیدوونکو ته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.

د مخابراتي شرکتونو استازو هم ډاډ څرګند کړ چې خپلې ټولې چارې یې د اترا ادارې د کړنلارې مطابق تنظیم کړي او هڅه کوي خپلو پیرېدونکو ته په ګڼو برخو کې نورې آسانتیاوې هم رامنځته کړي.