ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

naweed_admin
Thu, Apr 16 2026 12:57 PM
ولایت ننگرهار افغانستان

د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست او اترا ادارې له لوري د مرکزجلال اباد ښار په یو شمېر بیلابیلو سیمو کې د افغان بیسیم، روشن او اټوما مخابراتي شرکتونو دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته دلازمو آسانتیاو برابرولو په موخه څارنه ترسره شوه.

د څارنې په ترڅ کې د یادومخابراتي شرکتونو مسوولینو ته لارښوونه وشوه چې د سیمکارتونو د ویش، ثبت او راجسټریشن په برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې کړنلاره په بشپړه توګه پلې او له مخې یې خپلې چارې سرته ورسوي، او د یادو سیمو اوسیدوونکو ته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي .

د مخابراتي شرکتونو استازو هم ډاډ څرګند کړ چې خپلې ټولې چارې یې د اترا ادارې د طرزالعمل مطابق تنظیم کړي او هڅه کوي خپلو پیرېدونکو ته په ګڼو برخو کې نورې آسانتیاوې هم رامنځته کړي.