کندز ولايت کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

naweed_admin
Wed, Mar 25 2026 2:16 PM
ولایت قندوز

دهیواد محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د کندز ولايت دشت ارچي ولسوالۍ په لویه لار کې د سلام مخابراتي شبکې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د اترا ادارې د ګډ مسلکي او تخنیکي ټیم له لوري سروې ترسره شوه او د جوړولو عملي چارې به یې هم ژر پیل شي.

د یادونې وړ ده د یاد مخابراتي سایټ په جوړیدو سره به د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ لویې لارې سربیره شاوخوا سیمې له مخابراتي اسانیتاو برخمنې شي.