پنجشیر ولایت کې د مخابراتي شبکو د چوپړتیاو څارنه ترسره شوه

naweed_admin
Wed, Mar 11 2026 12:57 PM
ولایت پنجشیر

د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او اترا ادارې له لوري پریانو ولسوالۍ کې د مخابراتي خدمتونو له کیفیت او پوښښ څخه څارنه ترسره شوه.

په پریانو ولسوالۍ کې د ټولو مخابراتي شبکو له ارزونې وروسته هغه سیمې چې خدمات یې ضعیف او په ټیټه کچه مشخص شول اړونده مسؤلینو ته یې په تړاو د کیفیت د ښه کولو او د قوانینو په رڼا کې د خدماتو د وړاندې کولو سپارښتنې وشوې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او اترا اداره د ټول هېواد په کچه وخت په وخت د مخابراتي شرکتونو د غوره خدماتو د وړاندې کولو په موخه څارنه ترسره کوي.