دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ چې په ۲جي او ۳جي ټکنالوجۍ سمبال دی جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد مخابراتي سايټ په جوړېدو سره به د دایکنډي ولایت شهرستان ولسوالۍ ډیری نیږدې سیمې له انټرنټي او مکالماتي آسانتیاو برخمنې شي .
د یادونې وړ ده تر دې دمه د داکنډي ولایت ګڼ شمېر محرومې سیمې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او اترا ادارې په هڅو له انټرنټي او مکالماتي آسانتیاو برخمنې شوي دي.
