لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، انټرنټي شرکتونو ،او غږیزو رسنیو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

naweed_admin
Tue, Feb 10 2026 2:01 PM
مخابرات ولایت لوگر

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د انټرنټي خدمتونو وړاندې کوؤنکو شرکتونواو غږیزو رسنیو استازو ته د ښۀ راغلاست ترڅنګ يؤلړ سپارښتنې وکړې.

نوموړي پۀ خپلو خبرو کې د انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کؤلو پۀ پار د فريکونسي جوازليکونو د ترلاسه کولو او همداراز، د انټرنېټي باکيفيته خدمتونو په وړاندې کؤلو او په خپلو ټاورونو کې د فریکونسي د مداخلو فلټرونو نصب، راجستر کول او د جواز نوي کولو په اړه ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې لوګر ولایت کې موجوده انټرنېټي شرکتونو او غږیزو رسنیو مسئولینو ډاډ څرګند کړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې کړنلارې په اساس یې خپلې چارې تنظیم کړي او هڅه کوي ټول هغه قوانین چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري ورته ټاکل کېږي په بشپړ ډول پلي کړي.