د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې ۳ مخابراتي آنټنونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

naweed_admin
Tue, Oct 28 2025 4:08 PM

د ارزګان ولایت د مخابراتي پوښښ د پراختیا او د یاد ولایت د مرکز ترینکوټ محرومو سیمو د پوښښ په موخه د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د سلام شبکې ۳ آنټنونه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

یاد مخابراتي سایټونه چې په مرکز ترینکوټ کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي له خدماتو به یې د مرکز اړوند وانو، سپینه خاوره، خانقه، شاه منصور، چینی، ناقل، ګرم اب، جاده، ۴مه ناحیه، کلاچی چغلی سړک، نوبهار، ده یک، ښورنګ، او ای بی قریه مستفید شي.