د پکتیکا ولایت خوشامند ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

naweed_admin
Tue, Sep 02 2025 11:42 AM
ولایت پکتیکا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې د پکتیکا ولایت خوشامند ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو مخابراتي سایټ د مخابراتي ستونزو د حل په موخه اټرا ادارې د ټي ډي اف لسمې پروژې په مرسته جوړ او د مخابراتي چوپړ د وړاندې کؤلو په موخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول .

د یاد مخابراتي سایټ په فعالېدو سره به د پکتیکا ولایت د خوشامند ولسوالۍ اوسیدونکي له مخابراتي خدمتونو برخمن شي او کولای شي له انټرنټي او مکالماتي چوپړ ګټه پورته کړي.

د یادولو وړ ده د پکتیکا ولایت د خوشامند ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه مننه وکړه چې د هېواد لرو پرتو سیمو ته یې ځانګړې پاملرنه کړې او هغه سیمې چې له ډېره وخته د مخابراتي خدمتونو څخه بې برخې وې اوس مهال ورته غوره مخابراتي چوپړ وړاندې کېږي.