بلخ ولایت کشنده ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو عملي چارې پیل شوې

naweed_admin
Sat, Aug 16 2025 10:57 AM
ولایت بلخ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې او د بلخ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په هڅو د مخابراتي خدماتو د پراختیا په موخه، د بلخ ولایت د کشنده ولسوالۍ په چکانه کلي کې یو نوي مخابراتي سایټ چې د ټي ډي اف لسمې پروژې په مرسته جوړ یږي عملي چارې پیل شوې.

په هغه غوډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست ګډ مسلکی ټیم او د سلام مخابراتي شبکې انجنیرانو له لوري اړوند قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو سره سم په معیاري ډول بشپړ کړي.

د یادونې وړ ده چې د یاد مخابراتي سایټ په فعالیدو سره به د بلخ ولایت د کشنده ولسوالۍ اوسیدونکي لوړ کیفیت لرونکي مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی ومومي او په دې برخه کې به یې ستونزې حل شي.