د عبدالناصر روان لنډ ژوند لیک

Abdul Nasir Rawan

عبدالناصر روان د حاجي غلام نبي زوی په ۱۳۶۵ ه ش کال کې د هرات په ولایت کې دې نړۍ ته سترګې غړولي دي.

 ښاغلي روان خپلې  لومړنیۍ زده کړې تر دولسم ټولګي پورې د هرات ولایت د اسلامي انقلاب په لیسه کې بشپړې کړي دي او لوړې زده کړې یې لېسانس او ماسټري د خپلې خوښې کمپیوټرساینس په برخه کې، د هندوستان هیواد د مهاراشترا ایالت پونا پوهنتون کې پای ته رسولي دي.

نوموړی په دولتي او بهرنیو موسیسو کې اته (۸) کلنه کاري تجروبه لري، چې له هغې ډلې یې درې کاله په موسیسو او پاتې نور یې په دولتي ادارو کې کار کړی دی. هغه د ۱۳۹۴ کال څخه تر ۱۳۹۹ کال پورې په بیلا بیلو دولتي ادارو کې د بریښنایي حکومتدارۍ په برخه کې د کارپوه همکار په توګه د جمهوري ریاست د پالیسیو انسجام واحد، د کانونو او پترولیم وزارت د ارشد ډیټابیس پراختیا ورکوونکي او د جمهوري ریاست د پانګونې د اسانتیا واحد د زونونو اقتصادي چارو د انسجام د مرستیال په توګه او همدا رنګه د رسمي چارو تر څنګ د څو کلونو راهیسې د شخصي زده کړو په موسیسو کې د کمپیوټر ساینس په برخو کې د استادۍ دنده هم تر سره کړې ده.

ښاغلي روان د کاري تجرو تر څنګ د بریښنایي حکومتوالۍ طرحې هم لیکلي وې، چې په دې اړه یې د جلالتمآب جمهور رئیس پام ځان ته واړوه.

نوموړی په دې وروستیو کې د جمهوري ریاست د لوړ مقام د حکم پر بنسټ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د صنعت ستراتیژۍ او ډیجیټلي اقتصاد ریاست ته په دوهم رتبه بست کې د چارسمبالي په توګه ور پیژندل شوی او په کار یې پیل کړی دی.

 

 

contact  ۷۰۰۴۱۲۱۲۱(۰)۹۳+

email icon  naserrawan@gmail.com

facebook icon  https://www.facebook.com/naser.rawan

website  www.mcit.gov.af