پنجشیر ولایت عنابه ولسوالۍ کې د روشن مخابراتي شرکت د پیرېدونکو خدمتونو څانګې له فعالیتونو څخه څارنه ترسره شؤه

naweed_admin
Mon, Feb 17 2025 10:46 AM
ولایت پنجشیر

د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست له لوري دنوموړي ولایت عنابه ولسوالۍ کې د روشن مخابراتي شرکت دپیرودونکو څانګې له نمايندګۍ څخه د سیمکارتونو د خرڅلاو، ثبت او راجستریشن او د خلکو شکایتونو ته د رسیدنې په موخه څارنه ترسره شوه.

د څارنې په ترڅ کې د روشن مخابراتي شرکت مسئولینو ته لارښوونه وشوه چې د سیمکارتونو د پلور، ثبت او راجسټریشن پرمهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې کړنلاره په بشپړه توګه پلي کړي او له مخې یې خپلې چارې سرته ورسوي، او خپلو پیرودونکوته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي ترڅو د پیرودونکو د ستونزو د حل سبب وګرځي.

د یادونې وړ ده چې پنجشیر ولایت عنابه ولسوالۍ کې د موجوده مخابراتي شرکتونو مسئولینو ژمنه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې کړنلاره به مراعت کړي او له مخې یې خپلې چارې تر سره کوي.