د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر زابل ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له مرستیال والي سره لیدنه وکړه

naweed_admin
Sun, Dec 29 2024 9:58 PM
ولایت زابل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني چې د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس ښاغلي مولوي عبدالهادي یحیی یې ملتیا کوله د یاد ولایت له مرستیال والي ښاغلي مولوي محب الله حماس سره د مخابراتي آسانتیاو په تړاو خبرې کړي.

د زابل ولایت مرستیال والي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ته ښه راغلاست ووایه او مننه یې وکړه چې یاد ولایت ته د ستونزو د آورېدو او مخابراتي چوپړ په موخه یې سفر کړی، ښاغلي مولوي صاحب محب الله حماس زابل ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅې ستایلي او په وینا یې له فتحې وروسته د زابل ولایت ډېر شمېر سیمې له مخابراتي آسانتیاو برخمنې شوي او مخابراتي چوپړ وړاندې کوي، همد راز د زابل ولایت مرستیال والي د یو شمېر سیمو مخابراتي ستونزې هم شریکې کړې او د حل په موخه یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت څخه د مخابراتي آسانتیاو د برابرېدو غوښتنه وکړه.

د زابل ولایت مرستیال والي سره په لیدنه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني یاد ولایت کې د مخابراتي چوپړ په تړاو بشپړ معلومات وړاندې کړل او په وینا یې یاد ولایت کې تر دې دمه د بېلابېلو مخابراتي شبکو ۳۳ مخابراتي انټنونه نصب او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او همدا راز د ټي ډي اېف لسمې پروژې له مخې زابل ولایت ته ۱۶ مخابراتي ټاورونه په پام کې نیول شوي چې جوړېدو سره به یې د یاد ولایت ډېری سیمې له مخابراتي آسانتیاو برخمنې شي، همدا راز ښاغلي وزیر صاحب د یاد ولایت د مرستیال والي د غوښتنې په اساس ګڼو مخابراتي شبکو ته هدایت وکړ چې راتلونکې یوه میاشت کې لس مخابراتي سایټونه د زابل ولایت بېلابېلو سیمو کې نصب او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري چې له دې سره به زابل ولایت کې د نویو مخابراتي سایټونو د جوړېدو شمېر ۲۶ ته ورسېږي چې د یاد ولایت ډېری مخابراتي ستونزې به ورسره حل شي .

د یادونې وړ ده د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د یاد ولایت مرستیال والي سربېره د یاد ولایت د علماو شورا رییس ښاغلي مولوي طیب، د استخباراتو رییس ښاغلي مولوي صاحب ابولیث، د امربالمعروف رییس ښاغلي خلیفه مولوي جاوېد، د امنیه قومندانۍ استازو او نورو چارواکو سره هم لیدلي، د دوی ستونزې، نظرونه او ستونزې یې له نیږدې اورېدلي د حل په موخه یې ډاډ ورکړی او په یو شمېر برخو کې یې ورته لازمې سپارښتنې هم کړي.