د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست د کمپیوتر زده کړو ښوونیز مرکز پرانیستل شو
د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست د کمپیوتر زده کړو ښوونیز مرکز د رسمي مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو
په یاده غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې لوی رییس محترم مولوي محمد طارق فاروقي، د وزارت د معلوماتي تکنالوجۍ د پراختیا او تحقیق رییس محترم الطاف احمد علمیار، د کندز ولایت مقام د بشری سرچینو رییس محترم مولوي صاحب گلبدین حنفي او د نورو بیلابیلو امارتی ادارو مسوولینو گډون درلود .
د کندزولایت مقام د بشري سرچینو رییس محترم مولوي حنفي د کمپيوټر د زده کړو د مرکزونو جوړول او په عصري وسايلو یې سمبالول يو ښه او نیک اقدام وباله زیاته یې کړه « نړۍ د پرمختګ په حال کې ده، او نن هر کار او چاره د کمپیوټر په وسیله ترسره کیږي، نو لازمه ده چې ځوانان باید د دغه فرصت څخه په پوره ډول ګټه پورته کړي.
همدارنګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې رییس محترم مولوي محمد طارق فاروقي د ولایتي روزنیزو مرکزونو د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې ټکنالوجي په اوسني عصر کې يوه اساسي اړتيا ده، د ټکنالوجۍ اهمیت ته په کتو سره دمخابرتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مقام په لومړي قدم کې د کندز ولایت په ګډون ۱۶محرومو ولایتونو د کمپیوټر ښوونیز مرکزونه د تجهیز په پروګرام کې شامل کړیدي.
نوموړي وویل چې د دغو ښوونیزو مرکزونو په تجهیز د ۳۵ میلیونه افغانیو څخه زیات لګښت راغلی دی.
په یاده غونډه کې د مخابراتو وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ د څیړنې او پراختیا عمومي رییس ښاغلي الطاف احمد علمیار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني پیغام د غونډې ګډونوالو ته ولوست .
د یادونې وړ ده چې د کندز ولایت ولسونو او د غونډې ګډونوالو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه نیک اقدام قدرداني وکړه او خوښي یې څرګنده کړه.