د کارموندنې خبرتبا: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت (یو) خالي بست آزادې سیالۍ ته سپاري
Publish Date
Closing Date
Location
کابل
کار اهل کار ته د سپارلو او د یوې سالمې ادارې رامینځ ته کولو په خاطر د افغانستان اسلامي جمهوریت عالي موخو د پلي کولو په منظور، همدا راز د کارمندانو د تعیناتو د کړنلارې د اتمو نهمو او لسمو مادو پر بنسټ د ملکي خدمتونو ټول دریم څلورم پنځم او شپږم خالي بستونه د ازادې سیالۍ له لارې ترلاسه کیږي.
ښایي چې اړوند مراجعو ته د مکتوبونو په صادرولو سره د رسانیو او نورو امکاناتو له لارې اعلان ته وسپارل شي.
نو له همدې کبله د وزارت خالي بستونه چې د رتب او معاشونو په سیستم کې شامل دي د روانې زمری میاشتې د (۵) مې نیټې څخه تر(۱۶) نیټې پورې اعلان ته سپاري.
بناً مراتب اړونده ادارو ته ولیکل شو ترڅو له موضوع څخه خبر وي او لیوال کاندیدان چې د ذکر شوي بست مواصفات بشپړ کړي د سیالۍ په پروسه کې ګډون کولی شي.
- بست (۷) د اداري خدمتونو ریاست د ویرنکار (یو) بست.
سندونه:
د بست مکتوب
د دندو لایحه دلته دانلود کړئ
----------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------
د دندې موخه:( د کنترول انجن او د سویچ بورډ بیا رغونه او غوره ګټه اخیستنه)
د بست ځانګړنې:
د بست سرلیک: ویرنکار
د بست ځای: د اداری خدمتونو ریاست
بست: (۷)
د بست شمېر: (۱)
د پیل او پای نېټه: ۱۴۰۰/۵/۵ الی ۱۴۰۰/۵/۱۶
-----------------------------------------------------------------------------------------
د دندې مسولیتونه او واکونه:
تخصصي دندې
- د بیلابیل ډوله وسایطو عمومي ویرینګ جوړونه.
- د کنټرول انجن ، ویرینګ سویچ بورډ او د بیس جوړونه.
- په ټوله کې د اړوند وسایلو او تجهیزتو جمع او قید او د هغو ساتنه او مراقبت.
مدیریتي دندې:
- په اړوند برخه کې د تخنیکي تجهیزاتو او وسایلو څخه ساتنه.
- د موخو تحقق لپاره د ضرورت پر مهال د میاشتني، درې میاشتني او کلني راپور وړاندې کول
- د باصلاحیته امرینو په لارښوونه او د وزارت د موخو، مقرراتو او قانون سره برابر د نورو دندو ترسره کول.
د ګمارنې شرطونه: ( کاري تجروبه او د زده کړې درجه):
د دندو دا لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو د قانون د ۸'۷ او۳۴ مادو په پام کې نیولو سره د لاندې معیارونو په بنسټ ترتیب شوې ده.
د زده کړې درجه:
اړینې تجربې: (د تجروبو وخت او ډول)
نور مهارتونه: (لنډ مهاله کورسونه، د دندې په بهیر کې زده کړه او نور)
د مسلک او حرفې سره سم د دندو د ترسره کولو وړتیا لرل.
په شرایطو برابر کسان کولای شي، چې د غوښتنې فورمې د مخابراتو وزارت په لمړي پوړ کې د پذیرش عمومي مدیریت څخه تر لاسه کړي.
خپلې فورمې دې د ډکولو وروسته بیا وسپاري.
د نورو معلوماتو لپاره کولای شئ چې په دې شمیرو PBX (360) د استخدام مدیریت سره د 7 او 8 بستونو په اړه اړیکه کې شئ.
یاداښت: صرف په شرایطو وړ کاندیدانو ته د مرکې او ازموینې لپاره خبر ورکول کیږي.