د کلاوډ سرورونو د زیربنا چمتو کولو او بشپړولو د پروژو د قرار داد د ورکړې د پریکړې (Cloud-Solution) خبرتیا
Publish Date
Closing Date
پدې توګه د تدارکاتو د قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې له مخې، خبر ورکول کیږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کلاوډ سرور زیربنا د چمتو کولو او تجهزولو پروژه (۱۸۲۹۰۱۴۹.۰۴) د اتلس میلیونه، دوه سوه نوي زره، یو سل نهه څلویښت اعشاریه څلور افغانیو په ارزښت د ګرنډ ټکنالوجۍ ریسورز اس ډي ان بی اج ډي شرکت ته چې د کابل ښار شهرنو حاجي یعقوب څلورلارې، لسمه ناحیه کې د کابل بزنس سنټر په څلورم پوړ کې موقعیت لري ورکړي.
هغه حکمي او حقوقي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض ولري کولای شي چې د دې خبرتیا د خپریدو له نیټې څخه د اوو ورځو په اوږدو کې خپل اعتراضونه د دلایلو سره په لیکلې بڼه د تدارکاتو ریاست ته چې د ۱۸ پوړیزې ودانۍ په ۱۴ پوړ کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون عقد په معنی نه ده، او قرارداد به چې پورته ذکر شوي نیټه پای ته رسیدو او قانوني پړاونو تر سره کیدو پورې منعقد نشي.
سندونه:
د قرارداد لینک
په درنښت
الحاج مولوی نجیب الله " حقانی"
د مخابرات او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت سرپرست