د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه
د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د تڼیو ولسوالۍ د سنکۍ زنده خېلو سیمه کې د افغان ټیلیکام مخابراتي شرکت سلام شبکې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه.
د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي له مخابراتي پوښښ څخه برخمن شي.
ټاکل شوې چې د یاد سایټ د جوړولو چارې به په نږدې راتلونکي کې پیل شي.
