د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ته ښه راغلاست

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په دې هڅه کې دی، چې هېوادوالو ته مخابراتی او پُستي خدمتونه په ارزانه او مناسبه بیه وړاندې کړي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په فعاله توګه د اړیکو له لاري په ټولنه کې د مثبت بدلون او د افغانستان خلکو ته د پوهې، سوداګری او هغه منابع چې دهغوی لپاره دښه او پرمختللي ژوند زمینه برابروي ملاتړ کوي. د افغانستان د حکومت موخه په هېواد کې د با ثباته سیاسي او دموکراتیک چاپیریال برابرول، د قانون حاکمیت او د سوداګری لپاره مناسب او قانوني شرایط برابرول دي


لرلید


د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت موخه د معلوماتي ټولنې په لور د هېواد اړول دي

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت دراتلونکو درې کلونو لومړیتوبونه

. د هېواد ټولو کلیوالو او لیري پرتو سیمو ته د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ خدمتونو غځول
. د هېواد خلکو ته د باکیفیته او تېز انټر نیټي خدمتونو وړاندي کول
. د ملی هویت کارت د تخنیکی پلاتفورم ډیزاین، وده او پراختیا او د کورنیو چارو له محترم وزارت سره د پروژې د پلی کیدو په موخه تخنیکي مرسته
. د هیواد هغه سیمی چې تر اوسه د نوري فایبر له خدمتونو څخه محرومې دي، د یادې پروژې غځول
. د تلویزيونو اوسنی انالوګ سېستم، ډیجیټل سېستم ته اړول، او د هیواد تلویزیونو ته د قواعدو وضع کول
. د افغانستان د وګړو وړتیا لوړل ترڅو له بريښنائي حکومتداری سره پيژندګلوي پیداکړي اود ټولو وزارتونو هڅول چې په خپلو چارو کې له معلوماتي ټکنالوجۍ څخه ګټه پورته کړي
نور

د مخابراتو او معلوماتې ټکنالوجۍ وزارت ورستی لاسته راوړني


  • . د اتصالات ،ام تی ان ،روشن او افغام بیسیم شرکتونو ته د تری جی جواز ورکړل شو .
  • . دهیواد ۸۰ سلنه داوسیدو سیمې تر مخابراتی پوښښ لاندې راغلي دي
  • . د نوری فایبر شبکی په مرسته اوسمهال د انترنیت د یو میګابیت میاشتنی بیه په عمده توګه ۶۷ ډالرو ته راښکته شویده
نور

شمیرني

د وروستي نوښت نېټه د 2015 کال دسپټمبر مياشت
د جی- ایس – ایم مشترکین 24,154.608
د جی اس ایم فعاله مشترکین 18,791237
د تری جی خدماتو مشترکین 1,859.976
د سی – دی – ایم – یی مشترکین 295.078
ثابت تیلفونونه 105.310
په ډالرو پانګه اچونه 2,252,686,684.64
مخابراتی بیس ستیشنونه 6.319
تر پوښښ لاندی نفوس 89%

نور ارقام:


د انټرنیټ بيې
د انټرنیټ کاروونکي
د انټرنیټ ترافیک

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجی وزارت اړوند اساسی اداري

اترا افغان ټیلی کام افغان پوست معلوماتی انستیتوت اپرا